
ایکنانیوز راپور راکوي، د ؛رحمت اللعالمین؛ څوکئ قرآني پلاوی ، د منتظران المهدي (عج) پلاوی په همت سره او د مشهد د قرآنی استاذانو او فعالانو په ملګرتیا سره د لړم یا عقرب د میاشتې په دریم شنبې ورځې د مشهد په خیابان طلاب کې واقع په آئمه امیر المؤمنین جومات کې د ماښام او ماسخوتن د جمَې لمانځه له اقامې وروسته ترسره شو.
ددغې ناستې پروګرام د قرآن کریم د آیتونو په غوره تلاؤت سره پیل شول او دغه راز په دغې ناستې کې د زلمیانو د ځانګړي قرآن زده کړې کلاس د غوره او تکړه قاری محمد امین کهن په تدریس سره ترسره شو او د قرآنی پلاوی دستورې په شخصي او ډله ایز و تلاؤتونو او د اهل بیت علیهم السلام د مصیبت په ذکر سره ئې دوام وکړ.
د رحمت اللعالمین قرآنی هیئت له قرآن کریم سره د انس او تلاؤت د کلتور د دودولو په موخې سره او د مذهبی مناسبتونو په درنښت سره خپل فالیت پیل کړی دی. دغه هئیت د سید جواد حسینی او سروش عظمي تر نظر لاندې اداره کیږی او هڅه کوي، دتلاؤت دهنر په تلفیث او مدیحه سرائي او نعتونو په وئيلو سره د ټولنې دمختلفو پرګنو په تیره بیا د زلمیانو او ځوانانو لپاره یوه تربیتي او معنوي فضا برابره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4312814